له افغانستان سره د بريتانيا درې میلیونه پونډه مرسته

ریچارد لیندسي، د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړی استازی، د افغانستان خلکو ته د طبیعي آفتونو او نورو کړکیچونو د زیان‌منو کسانو د ملاتړ لپاره د درې میلیونو پونډو د مرستې خبر ورکړ.
richard

ریچارد لیندسي، د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړی استازی، د افغانستان خلکو ته د طبیعي آفتونو او نورو کړکیچونو د زیان‌منو کسانو د ملاتړ لپاره د درې میلیونو پونډو د مرستې خبر ورکړ.

هغه د سه‌شنبې په ورځ، د حمل ۴، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا مرستې به د اړینو خوراکي توکو برابرولو او د زیان‌منو کورنیو ملاتړ ته وکارول سي.

لیندسي زیاته کړې چې له دې مرستې سره، د روان مالي کال لپاره د برتانیې دوه اړخیزه ټولې مرستې افغانستان ته ۱۵۴ میلیونه پونډو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د پراخې بې وزلۍ او ټولنیزو ستونزو له امله په کال ۲۰۲۶ کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x