افغانستان ته د ازبکستان بشري مرستې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له ۲۹۰ ټنو څخه ډېرې بشري مرستې افغانستان ته استولې او د حیرتان په بندر کې یې د طالبانو مسؤلینو ته سپارلې دي. د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې خوراکي توکي شامل دي او موخه یې د افغانستان د خلکو ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.
امضای توافق‌نامه تجاری ۴۵ میلیون دالری میان سکتور خصوصی افغانستان و ازبکستان

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له ۲۹۰ ټنو څخه ډېرې بشري مرستې افغانستان ته استولې او د حیرتان په بندر کې یې د طالبانو مسؤلینو ته سپارلې دي. د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې خوراکي توکي شامل دي او موخه یې د افغانستان د خلکو ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا بشري اقدام د تاشکند ژمنتیا څرګندوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي او په سیمه کې ثبات او همکاري پیاوړې کړي.

ازبکستان که څه هم د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو له طالبانو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

د ازبکستان او طالبانو چارواکو مخکې ویلي وو چې دواړه لوري غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې سوداګریزې اړیکې تر ۵ میلیارده ډالرو پورې لوړې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x