د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې، د نږدې سل میلیونه ډالرو د پانګونې په پایله کې، په هېواد کې د اړیکو د بنسټیزو جوړښتونو د پراختیا بهیر پراخ سوی دی.
د دې وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی، ویلي دي چې په دې موده کې د فعالو مخابراتي مرکزونو شمېر له اته زره اته سوه څخه زیات سوی او ټولټال له اته زره اته سوه مخابراتي ځایونو څخه اوښتی دی. د هغه د څرګندونو له مخې، نږدې زر مخابراتي ځایونه بېرته رغول سوي او له یو زر یو سوه څخه زیات نوي مخابراتي ځایونه د هېواد د مخابراتي شبکې په جوړښت کې ورزیات سوي دي.
الکوزي همدارنګه څرګنده کړې ده چې دمګړۍ په افغانستان کې پنځه لوی مخابراتي شرکتونه د ګرځنده ټلیفون او د انټرنېټ خدمتونه وړاندې کوي او هغه زاړه او له کاره لوېدلي مخابراتي ځایونه چې مخکې تړل سوي او ناچلنده وو، بېرته د خدمت وړاندې کولو لپاره پرانیستل سوي او فعال سوي دي.
د الکوزي د معلوماتو له مخې، د څلورمې کچې انټرنېټ کاروونکو شمېر چې مخکې یو اعشاریه دوه میلیونه تنه وو، اوس له اووه میلیونه څخه زیات سوی دی. هغه د دې بدلون لوی لامل د څلورمې کچې انټرنېټ د خدمتونو پراختیا او نوې پانګونې یادې کړې دي.
د مخابراتو وزارت ویاند ټینګار کړی دی چې د څلورمې کچې انټرنېټ خدمتونه اوس د هېواد په ډېرو برخو کې وړاندې کېږي، که څه هم ټولې سیمې په بشپړ ډول نه دي پوښل سوي؛ خو بیا هم د پخوا په پرتله د دې خدمتونو لمنه ډېره پراخه سوې ده او د شبکې د څرنګوالي په کچه کې ښه والی لیدل کېږي.
افغانستان د څو لسیزو جګړو او سیاسي ناارامیو له امله د مخابراتو د پراختیا له بهیره شاته پاتې سوی وو، خو طالبان وايي چې هڅه کوي دغه وروسته والی بېرته ورغوي.
سره له دې ادعا سویو پرمختګونو، د انټرنېټ لوړه بیه او د خدمتونو کمزوری کیفیت لا هم د خلکو له سترو ستونزو څخه دي. د طالبانو د مخابراتو وزارت ویلي دي چې د نویو بیو د ټاکلو په بهیر کې، د انټرنېټ بیه تر شپږ دېرش سلنې پورې راټیټه سوې ده.




