د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د روان اقتصادي بحران د دوام او د دندو د محدود فرصتونو په رڼا کې، یو شمېر افغان وګړي د بېکارۍ د زیاتیدو او د طالبانو له لوري ددی ستونزي له پامه غورځولو شکایت کوي .یادو وګړو ویلی چې د کار د زمینې نشتوالی او د قومي او ډلیزو اړیکو واکمني په استخدام کې د ډېرو ځوانانو هیلې د ښه راتلونکي لپاره له منځه وړي دي.
ځینې وګړي ټینګار کوي چې د دولتي ادارو په استخدام کې ناسالم سیستم او د طالبانو له غړو سره د اړیکو تړاو، د عامو خلکو لپاره د کار موندنه ډیره ستونزمنه کړی ده .
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږی چې طالبانو څو ځله د کډوالو د راستنېدو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو خبره کړې، خو د وګړو په باور، په دې برخه کې عملي اقدامات ډېر لږ او ناکاره دي.
وګړي خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام کولای سي خطرناکې ټولنیزې او امنیتي پایلې ولري، لکه غیرقانوني مهاجرتونه، پراخه بېکارۍ، او د جرمونو زیاتوالی.
وګړي غوښتنه کوي چې د بېکارۍ بحران کنټرول او د استخدام په پروسه کې ژر تر ژره شفافیت رامنځته سي.




