ایراني شرکتونو د افغانستان په معادنو کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلې

د طالبانو د معادنو او تیلو وزیر او د ایران د سفارت سرپرست په کابل کې، په یوه رسمي لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د افغانستان د معادنو او معدني منابعو د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
ایراني شرکتونو د افغانستان په معادنو کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د معادنو او تیلو وزارت ویلي دي چې هدایت‌الله بدري، د دې وزارت وزیر، له علي‌رضا بیګدلي، د ایران سفیر سره په کابل کې لیدنه وکړه او د افغانستان د معادنو او معدني منابعو د پانګونې او اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې تېره شپه (۶ د جدی) خپره سوې، دواړو غاړو په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا، په ځانګړي توګه د افغانستان په معدني منابعو کې د پانګونې په اړه نظریات شریک کړل.

په دې لیدنه کې، د ایران سفیر په کابل کې د ایرانی شرکتونو د پانګونې په برخه کې د افغانستان د اوسپنې او تیلو په معادنو کې د علاقه‌مندۍ خبر ورکړ.

هدایت‌الله بدري هم د ایرانیو شرکتونو د پانګونې هرکلی وکړ او پر دې یې ټینګار وکړ چې باید د ګډو همکاريو زمینه برابره سي.

همدارنګه، د ایران سفارت په کابل کې هم د خبرپاڼې په خپرولو تأیید کړې چې علي‌رضا بیګدلي د طالبانو د معادنو او تیلو وزیر سره په لیدنه کې د معادنو او تیلو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاريو په اړه خبرې وکړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x