پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د چمن په سیمه کې د یو ځانمرګی برید په پایله کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل سوي او د سپینبولدک پوله د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده. د راپورونو له مخې، دا چاودنه د ډیورند کرښې ته نږدې د کډوالو د کمپ څنګ ته د جمعې په ورځ رامنځته سوې ده. د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د شنبې ورځ، د سنبلې ۲۹مه، په راپور کې لیکلي چې د برید له امله د سپینبولدک د پولې دواړه خواوې د خلکو پر تګ راتګ تړل سوي او د برید د څېړنو لړۍ روانه ده. تر اوسه روښانه نه ده چې دا ځانمرګی برید د کومې ډلې له لوري او د څه موخې لپاره ترسره سوی. د کندهار طالب چارواکو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
- د سپینبولدک د پولې تړل کېدل
د چمن په سیمه کې د ځانمرګی برید له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل سوی، او د سپین بولدک پوله د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.

- 67
- کې خپور شو 2:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 149382
- 30 سنبله 1404
- کې خپور شو 2:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 149382
- 30 سنبله 1404
- تازه تازه 14:06 - 30 سنبله 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149382
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405