د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ (د حوت ۱۲مه)، د دې ډلې او ازبکستان د اقتصادي چارواکو ترمنځ یوه مهمه غونډه د ترمز سوداګریز کمپلیکس کې ترسره شوه. په دې غونډه کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتاف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګریزو اړیکو د اسانتیاوو په لارو چارو بحث وکړ. د غونډې یو له مهمو موضوعاتو څخه د افغان او ازبک سوداګرو لپاره د اوږدمهاله، څو ځله ننوتلو سوداګریزو ویزو د صادرولو اسانتیا وه. د دې تړون له مخې، د دواړو هېوادونو سوداګر به وکولی شي په اسانه شرایطو کې سوداګریزې ویزې ترلاسه کړي.

- 58
- کې خپور شو 1:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 122271
- 12 حوت 1403
- کې خپور شو 1:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 122271
- 12 حوت 1403
- خبرونه
- تازه تازه 14:23 - 12 حوت 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=122271
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405