د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اعلان کړی چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګري ۱.۶۹۶ ملیارد ډالرو ته ورسېده. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده په ټولنیزه شبکه ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې له دې پیسو څخه، ۱۱۲ میلیونه ډالر د وچو او تازه میوو، د میوو جوس، تالک او درملو بوټو صادراتو ته ځانګړي شوي وو. د هغه په وینا، د منځنۍ اسیا بازارونو د افغان سوداګرو او صنعتکارانو لپاره ښه فرصت رامنځته کړی دی، او له دغو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا کولای شي د افغانستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.

- 134
- کې خپور شو 12:27 ق.ظ
- د خبر شمیره 119251
- 15 دلو 1403
- کې خپور شو 12:27 ق.ظ
- د خبر شمیره 119251
- 15 دلو 1403
- خبرونه
- تازه تازه 13:27 - 15 دلو 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=119251
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405