په کابل کې د قرغزستان سفیر دانیار ژولچیف په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال عباس ستانکزي سره وکتل او په دې کتنه کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ دوه اړخیزې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې وڅیړل شوې. ښاغلي ستانکزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو پياوړتيا ډېره مهمه وبلله او دا يې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره يو اساسي ګام وباله. د قرغزستان سفیر دغه راز د افغانستان د کانونو او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې او دوه اړخیزو همکاریو په اړه د خپل هېواد د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د چټکتیا لپاره د قرغزستان د هڅو یادونه وکړه.

- 66
- کې خپور شو 3:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 113575
- 29 قوس 1403
- کې خپور شو 3:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 113575
- 29 قوس 1403
- خبرونه
- تازه تازه 15:33 - 29 قوس 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113575
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405