د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د اورګاډي له لارې یو سوداګریز بار مستقیم له چین څخه بلخ ولایت ته رسېدلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (شنبه د قوس ۳مه) په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د مالونو دغه لویه بار په ۵۵ کانټینرونو کې له چین څخه بار شوې وه او د قزاقستان او ازبکستان له لارې د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته داخله شوه. د يادونې وړ ده، چې دغه بار وړونکې اورګاډي په شاوخوا ۲۲ ورځو کې افغانستان ته رسېدلې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، دغه ریل ګاډی به د افغانستان صادراتي توکي نورو هېوادونو ته ولېږدوي. د چین او افغانستان ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ په ۱۳۹۵ کال کې پیل شو. افغانستان د ازبکستان او قزاقستان له لارې له چین سره د اورګاډي له کرښې سره وصل دی.

- 65
- کې خپور شو 4:40 ب.ظ
- د خبر شمیره 110476
- 4 قوس 1403
- کې خپور شو 4:40 ب.ظ
- د خبر شمیره 110476
- 4 قوس 1403
- خبرونه
- تازه تازه 20:41 - 4 قوس 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=110476
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405