د معمار پرس د خبر له مخې: د هند د زیربنایی پروژو د استخراجی شرکت د دفتر رئیس سرینواش اکاپیدی او د هغه ملګرو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدری سره په کتنه کښې د دغه هېواد د معدنی زیرمو په برخه کښې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه. د طالبانو له خوا نن یکشنبه د میزان ۱۵ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې سرنواش اکاپيدي د ياد شوي شرکت د کار او فعاليتونو په اړه هراړخيزه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چی دغه شرکت له دېرشو کلونو څخه زياته کاري تجربه لري او د کانونو په برخه کې تجربه لرونکي انجنيران او کارپوهان لري. د سرچينې په وينا، دغه هندي پانګوال د فلزي کانونو، قيمتي ډبرو او د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لېوالتيا ښودلې ده. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته ډېرو هېوادونو د افغانستان د کاني زېرمو استخراج ته لېوالتيا ښودلې ده.

- 52
- کې خپور شو 4:17 ب.ظ
- د خبر شمیره 10941
- 15 میزان 1403
- کې خپور شو 4:17 ب.ظ
- د خبر شمیره 10941
- 15 میزان 1403
- خبرونه
- تازه تازه 16:17 - 15 میزان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10941
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها