د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال بخت الرحمن شرافت هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات – خواف ریل پټلۍ د څلورمې برخې د لومړۍ برخې د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه. د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، چې په دې لیدنه کې شریفي چارواکو او تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پروژې چارې په نوې بڼه وڅاري. هغه زیاته کړه چې د دغې پروژې کار ۵۶ سلنه بشپړ شوی دی. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د روان کال په حمل میاشت کې د خواف – هرات د ریل پټلۍ د څلورمې برخې د دویمې برخې د جوړولو تړون له روسي شرکت “ګاما” سره لاسلیک کړ. ټاکل شوې چې دغه اورګاډي د افغانستان د واخان له لارې له چین او د ایران له لارې ترکیې او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره ونښلوي.

- 53
- کې خپور شو 4:54 ب.ظ
- د خبر شمیره 10421
- 24 سنبله 1403
- کې خپور شو 4:54 ب.ظ
- د خبر شمیره 10421
- 24 سنبله 1403
- خبرونه
- تازه تازه 16:54 - 24 سنبله 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10421
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها