د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ یحیی محبزاده ، د افغانستان د ملي موزیم د ترمیم د برخې مشر اعلان کړی چې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسانو له دې موزیم څخه لیدنه کړې، چې له دې ډلې نږدې ۶ زره او ۷۵۰ کسان بهرني وګړي دي. هغه د لیدونکو د زیاتوالي په اړه ویلي: «خوشبختانه د لیدونکو شمېر د تېرو کلونو په پرتله زیات سوی دی.»
هغه همداراز ټینګار کړی چې دا موزیم د تاریخي او فرهنګي آثارو د ساتنې په برخه کې منظم د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي، څو د هېواد د فرهنګي میراث په ساتنه کې لا اغېزمن رول ولوبوي.
محبزاده د موزیم په نړیواله ورځ رسنیو ته ویلي چې د افغانستان ملي موزیم د هېواد د مهمو فرهنګي بنسټونو له ډلې څخه دی او د افغانستان د څو زره کلن تاریخ په ساتنه او معرفي کولو کې اساسي رول لري.
د موزیم نړیواله ورځ هر کال د مې میاشتې په ۱۸مه، چې د ثور له ۲۸مې سره برابره ده، لمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د موزیمونو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي زیاتول دي، څو د فرهنګي میراث په ساتنه، زدهکړه او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو په پیاوړتیا کې مرسته وسي. دا ورځ په ډېرو هېوادونو کې د نندارتونونو، فرهنګي پروګرامونو او موزیمونو ته د عامو وګړو د لاسرسي د زیاتوالي له لارې لمانځل کېږي.
د افغانستان ملي موزیم چې د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري، د کلونو جګړو، سیاسي بېثباتۍ او اقتصادي ستونزو سره سره لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د کورنیو او بهرنیو لیدونکو کوربه دی.
دا موزیم له ۶۰ زره څخه ډېر تاریخي آثار لري؛ داسې ټولګه چې د بېلابېلو تاریخي دورو لکه د کوشاني امپراتورۍ، یوناني-بودایي میراث، د برونز عصر، هخامنشي دوره، هلېنیستي دوره، یوناني-باختري دوره او اسلامي سلسلو پورې اړه لري.
په دغو آثارو کې د سرو زرو او لاجوردو په ښکلا سینګار سوي خطي نسخې، د نیمه قیمتي لاجوردو ډبرې او ارزښتناک تاریخي اسناد د دې موزیم له مهمو زېرمو څخه ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، د ډېرو افغانانو لپاره موزیم ته تلل یوازې یو فرهنګي تفریح نه ده، بلکې د هېواد له تاریخ او تاریخي هویت سره د بیا اړیکې یو فرصت دی؛ داسې هویت چې دا اداره هڅه کوي هغه وساتي او راتلونکو نسلونو ته یې ولېږدوي.




