د ايټاليا د (RAI) شبکې په خپل يوه څېړنيز راپور کې څرګنده کړې، چې قطر اشرف غني ته تر ۱۱۰ ميليونه ډالره زيات د دې لپاره ورکړي، چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت ونه کړي. دغې شبکې د قطر له استازي څخه د اشرف غني د ځانګړي استازي او د افغانستان د مرکزي بانک د مشر اجمل احمدي له خوا د دې پیسو د ترلاسه کولو اسناد خپاره کړي دي. تر اوسه د دې پیسو د ورکړې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو داسې شواهد په لاس کې نیول شوي، چې د افغانستان د سقوط او طالبانو ته یې د سپارلو لپاره یو هدفمند پلان په ګوته کوي. د افغانستان اردو او پولیس ښه مجهز او ښه روزل شوي وو، خو د لوړ پوړو چارواکو په پریکړو او حکمونو کې بې غورۍ دوی له طالبانو سره د مقابلې لپاره بې پلانه او نه هڅولي وو، چې دا هم د افغانستان د سقوط لپاره د پخواني حکومت د چارواکو د ملګرتيا د پياوړتيا نښه ده. د طالبانو په مقابل کې له مقاومت پرته د افغانستان ناڅاپه سقوط چې له پوځي او امنیتي ځواکونو څخه جوړ وو او همدارنګه د لویدیځو ځواکونو ملاتړ او حضور دا حقیقت په ډاګه کوي چې دغه هیواد د یو ډول معاملې او فتنې له مخې سپارل شوی دی. دا څنګه ممکنه ده چې طالبان چې د تېر حکومت په پرتله لږ تجهیزات او اسانتیاوې لري، دا هېواد په اسانۍ او له مقاومت پرته ونیسي؟ د فکر وړ خبره دا ده چې ولې ښاغلي غني ته دومره لویې پیسې ورکړل شوې؟ که له افغانستان سره مرسته کول وای، باید په ښکاره ډول ترسره شوی وای، تر څو رسنۍ یې هم تر پوښښ لاندې راولي وای، خو هغه څه چې ترسره شوي په پټه او له رسنیو څخه لرې شوي دي. بله مسله دا ده چې ایا دا رقم د قطر څخه وو که دوحه د هغې د ورکړې او لیږد یوازینی منځګړیتوب و؟ پراسرار چلند او د نورو له پوهې څخه لرې کېدل د دې خبرې ثبوت دی، افغانستان د غربیانو لپاره د امتحان او تېروتنې ډګر ګرځېدلی او دوی د افغانستان لپاره د مثبت بدلون لپاره څرګند پلان نه لري. داسې ښکاري چې لوېديځو هېوادونو د افغانستان په اړه ناوړه پلانونه پيل کړي وو او د دغو پيسو ورکړه هم د طالبانو او لوېديځ تر منځ د پردې تر شا د تړون له مخې کېږي. لويديځوالو او جعلکارانو په افغانستان کې فتنې رامنځته کړې، ترڅو خلک فکر وکړي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو د وخت په تېرېدو سره به د دې ټولو فريبونو او چلونو ريښې په ډاګه شي او زموږ هیوادوال خپل اصلي دښمنان ښه وپيژني او قضاوت وکړي.

- 70
- کې خپور شو 3:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 2916
- 18 دلو 1401
- کې خپور شو 3:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 2916
- 18 دلو 1401
- خبرونه
- تازه تازه 15:18 - 18 دلو 1401
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=2916
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
13 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها