د طالبانو د کورنیو چارو وزیر: د دیني او عصري علومو تر منځ واټن پیدا کول د اشغال له دسیسو او موخو څخه دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر: د دیني او عصري علومو تر منځ واټن پیدا کول د اشغال له دسیسو او موخو څخه دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه (د اسد ۸مه) یوه اعلامیه خپره کړه چی د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د سږني کال د کانکور ازموینې له مخکښو محصلینو سره په کتنه کې وویل چې د دیني او عصري علومو تر منځ واټن پیدا کول د اشغال له دسیسو او موخو څخه دي. د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي حقاني د عصري او دیني علومو تر منځ د واټن رامنځته کول د اشغال یو له دسیسو او موخو څخه وبلل او زیاته یې کړه چې د دې دسیسې د له منځه وړلو لپاره ګډ او ټولیز کار ته اړتیا ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د سږني کال د کانکور ازموینې له مخکښو محصلینو وغوښتل چې په کلکه له ملي او اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي او په اختلافي مسایلو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

بیشتر بخوانید:  د امریکا یو شمېر وکیلانو له فیفا وغوښتل چې د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x