د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني چارواکو یو ځل بیا د افغان کډوالو د دغه هیواد څخه د وتلو پر اړتیا ټینګار وکړ. د پاکستان د ولایتي چارو، سرحدي سیمو، کشمیر او ګلګت بلتستان وزیر امیر مقام د سې شنبې په ورځ (د دلو په ۲۹مه) اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د راستنیدو وخت رارسېدلی دی. هغه د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو ژمنو ته په اشارې سره وویل: “د افغان کډوالو د منلو پر مهال، ژمنه شوې وه چې ډېر ژر به دوی دریم هیواد ته ولیږدول شي او د کوربه هیوادونو ستونزې به حل شي. خو دا ژمنې لا تر اوسه نه دي پلي شوي.» د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو یا نورو هیوادونو ته د هغوی د لیږدولو لپاره اقدام وکړي.

- 56
- کې خپور شو 4:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 120950
- 30 دلو 1403
- کې خپور شو 4:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 120950
- 30 دلو 1403
- تازه تازه 19:15 - 30 دلو 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=120950
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

طالبان: کابل غواړي له اسلامآباد سره روان کړکېچ په سولهییز ډول حل سي
14:23 - 10 عقرب 1404



د طالبانو ویاند: د پاکستان سره د اوربند موافقه تر اوسه رسمي سوې نه ده
15:13 - 2 عقرب 1404