د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو اعلان وکړ چې د هرات-کندهار د اورګاډي د پروژې مطالعات او ډیزاین، چې ۷۳۷.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، پیل شوی دی. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې دا پروژه کولاي شي افغانستان د سیمې په یوه له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټ لارو بدل کړي. مجاهد ټینګار کړی چې د دې ریل پټلۍ په جوړولو سره به ترکمنستان او ایران د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصل شي، چې دا د دې هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په زیاتوالي کې د پام وړ اغیزه کولای شي. د هغه په وینا، دا پلان به د افغانستان د ټرانزیټ زیربنا د پراختیا او په سیمه ییزو سوداګریزو لارو کې د هیواد د دریځ د پیاوړتیا سره سم پلي شي.

- 41
- کې خپور شو 12:40 ق.ظ
- د خبر شمیره 120675
- 28 دلو 1403
- کې خپور شو 12:40 ق.ظ
- د خبر شمیره 120675
- 28 دلو 1403
- تازه تازه 13:20 - 28 دلو 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=120675
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

طالبان: کابل غواړي له اسلامآباد سره روان کړکېچ په سولهییز ډول حل سي
14:23 - 10 عقرب 1404



د طالبانو ویاند: د پاکستان سره د اوربند موافقه تر اوسه رسمي سوې نه ده
15:13 - 2 عقرب 1404