د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي استازي او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار نږدې همکار پیټ هریګن وویل چې هغه ډاډه دي چې امریکا به په راتلونکي کې بیرته افغانستان ته راستون شي. هغه دا څرګندونې د یوې سیاسي غونډې په جریان کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې هغه طریقه چې امریکا له افغانستان څخه ووتله یوه ستراتیژیکه تېروتنه وه، چې پایلې به یې د هیواد د ملي امنیت لپاره خطرناکې وي. هریګن همدارنګه ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا په وړاندې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي لپاره لاره پرانیستې ده، او ویې ویل چې که ډونالډ ټرمپ په تیرو څو کلونو کې د متحده ایالاتو ولسمشر وای، نو د اوکراین پر وړاندې د روسیې بریدونه او پر اسراییلو د حماس بریدونه به نه وای شوي.

- 46
- کې خپور شو 1:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 120142
- 23 دلو 1403
- کې خپور شو 1:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 120142
- 23 دلو 1403
- تازه تازه 15:57 - 23 دلو 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=120142
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405