د ایران د پلازمینې تهران ولایت والي محسن معتمدیان په یوه مرکه کې د غیرقانوني اتباعو د بیرته ستنیدو لپاره نوي پلانونه اعلان کړل. د تهران والي وویل هغه بهرني اتباع چې په غیر قانوني توګه تهران ته داخل شوي د خاواران د راستنیدو د مرکز له لارې بیرته ستنیدلای شي. معتمدیان زیاته کړه: د دغه مرکز زیربنا په بشپړه توګه بشپړه شوې ده او له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت د رسمي پولو له لارې د مهاجرینو لپاره ممکنه ده چې خپل هیواد ته ستانه شي. هغه ټینګار وکړ، چې د دغو کسانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي، څو په لنډ ممکن وخت کې له کومې ستونزې پرته خپل هېواد ته ستانه شي.

- 62
- کې خپور شو 5:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 116164
- 18 جدی 1403
- کې خپور شو 5:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 116164
- 18 جدی 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
16 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405