د معمار پرس د خبر له مخې: د زندانونو د چارو د تنظیم رئیس محمد یوسف میستري رسنیو ته وویل: د هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۱۲ زره نارینه او لږ تر لږه ۱۰۰۰ ښځې چې د محکمو له خوا په اعدام محکوم شوي دي، بندیان دي. د یوسف میستري په وینا، په بندیانو کې ۱۰۰ تنه بهرني اتباع هم شامل دي چې بېلابېل جرمونه یې کړي دي. هغه دا هم وويل، چې شاوخوا ١٢زره نور کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په کورونو کې بنديان دي او تر اوسه يې پر وړاندې د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

- 56
- کې خپور شو 11:54 ق.ظ
- د خبر شمیره 105198
- 28 میزان 1403
- کې خپور شو 11:54 ق.ظ
- د خبر شمیره 105198
- 28 میزان 1403
- خبرونه
- تازه تازه 13:56 - 28 میزان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=105198
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



