په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي د ایراني پوله ساتو له خوا د لسګونو افغان کډوالو د ویشتلو خبرونه رد کړل او ویې ویل: د سراوان په پوله کې د ناقانونه اتباعو د وژل کیدو خبرونه ریښتیا نه دي. د چهار شنبې په ورځ، د میزان ۲۵مه، ښاغلي قمي په ایکس کې لیکلي چی د غیر قانوني اتباعو د غیر قانوني ننوتلو سره قانوني چلند د هیوادونو مشروع حق دی او د هر هیواد پوله ساتونکي مکلف دي چې د غیرقانوني اتباعو د ننوتلو مخه ونیسي. په کابل کې د ایران سفیر زیاته کړه چی د سرحدي ترافیکو مدیریت ګډ مسوولیت دی او د ګاونډیو هېوادونو دنده ده چې د مشکوکو عناصرو د ناقانونه تګ راتګ او د خپلو اتباعو د غیر قانوني تګ راتګ مخه ونیسي.

- 52
- کې خپور شو 1:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 105097
- 26 میزان 1403
- کې خپور شو 1:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 105097
- 26 میزان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

طالبان: کابل غواړي له اسلامآباد سره روان کړکېچ په سولهییز ډول حل سي
14:23 - 10 عقرب 1404



د طالبانو ویاند: د پاکستان سره د اوربند موافقه تر اوسه رسمي سوې نه ده
15:13 - 2 عقرب 1404