حامد کرزي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده کړې زمینه برابره کړي

درخواست حامد کرزی از طالبان برای فراهم سازی زمینه آموزش دختران

د معمار پرس د خبر له مخې؛ حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې دې ته اشاره کړې چې په بشري ټولنه کې نجونې د هلکانو په شان د هېواد په پرمختګ کې پوره او اغېزمن رول لري، وویل چی د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي ترڅو افغانستان له اړتیا څخه وژغورل شي. کرزي د طالبانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې په هېواد کې دې د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي. پخواني جمهور رئیس زیاته کړه: له ټولنیز ژوند او تعلیم څخه د نجونو محرومیت نه جبرانېدونکې زیانونه لري او موږ باید د خپلو اولادونو د تعلیم او د هېواد د هوساینې لپاره هر څه وکړو.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان د پېښور ښار په یوه جومات کې په لمونځ کوونکو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې تر سلو زیات کسان وژل شوي او ټپیان دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه