د ایران په تېره بیا په تهران ولایت کښې د ناقانونه کډوالو د تنظیمولو له پلان سره سم، د ایران د ولسی جرګی د شوراګانو کمیټی د اړوندو چارواکو په شتون سره د مجاز کارګر اتباعو د کنټرول، تنظیم او استفادې او د غیر مجاز اتباعو د راستنولو لپاره د اقداماتو په خاطر غونډه وکړه. علیرضا فخاري د تهران والي د کارموندنې د اطلس په جوړولو او د مجاز مهاجرینو د اوسیدو لپاره د مشخصو حدودو په ټاکلو باندې تاکید وکړ او اعلان یې وکړ چې د دغو کسانو د کارموندنې په ډګر کښې به دقیق حدونه وټاکل شي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي چې د مدیریت د ښه والي او د مجازو اتباعو د کاري ځواک د تولید د زیاتوالي په موخه په دې برخه کې له اړوندو ارګانونو سره خبرې اترې ترسره شوي او د تهران والي په ځانګړې توګه د بهرنیو اتباعو تنظیم په خپله اجنډا کې ځای کړی دی. هغه زیاته کړه: د ملیتونو د تنظیمولو په پلان کې یو له مهمو اقداماتو څخه د ناقانونه مهاجرینو پیژندل او راستنیدل وو.

- 48
- کې خپور شو 12:38 ق.ظ
- د خبر شمیره 104173
- 21 میزان 1403
- کې خپور شو 12:38 ق.ظ
- د خبر شمیره 104173
- 21 میزان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
13 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405