د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیر سره په کتنه کې په ګاونډیو او اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ګڼو ستونزو ټینګار وکړ. په دې کتنه کې دواړو لورو په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت، له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري اخراج، په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو د دوامدار ادغام او په دې برخه کې د لازیاتو مرستو په ترلاسه کولو خبرې وکړې. د اروپايي ټولنې سفیر هم د پناه غوښتونکو د ستونزو د حل پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا مساله د هر چا ګډ کار دی. نوموړي دغه راز له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د اروپايي ټولنې هڅې وستایلې.

- 62
- کې خپور شو 5:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 103981
- 19 میزان 1403
- کې خپور شو 5:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 103981
- 19 میزان 1403
- خبرونه
- تازه تازه 19:36 - 19 میزان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=103981
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405