اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۴۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړې

اروپايي ټولنه وايي، د بېوزله افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره ۴۰ میلیون یورو مرسته کوي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپايي ټولنه دا مالي مرسته په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین د تطبیق او د ماشومانو د ملاتړ لپاره کوي.

د یونیسف په اعلامیه کې یو ځل بیا د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب بلل شوی او ویل شوي چې په دغه هېواد کې ماشومان له تاوتریخوالي او نورو ګواښونو سره مخ دي.

دوی دا هم ویلي چې زیات ماشومان او تنکي ځوانان د بېوزلۍ له امله سختو کارونو ته اړ کېږي چې دا یې په راتلونکي ژوند منفي اغېز کوي.

د یونیسف په وینا، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره سم ځینې تنکي ځوانان له دغه هېواد په ناقانوني لارو بهر ته سفر کوي او د ژوند سخت پړاوونه تجربه کوي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: د فلسطین د خلکو قربانۍ د دوی د بریا مخینه ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x