د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بنګله دېش د ولسمشر د حکم له مخې، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی محمد یونس د پخوانۍ لومړۍ وزیر شیخ حسینې له تېښتې وروسته د دغه هېواد د موقت حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د بنګله دېش ولسمشر د دغه هېواد پارلمان منحل کړی او د نویو ټاکنو ترسره کېدو ته یې لار پرانیستې ده. د محصلینو احتجاجي غورځنګ خبرداری ورکړی چې د پوځ په ملاتړ د حکومت جوړولو ته به اجازه ورنه کړي. د يادونې وړ ده، چې په بنګله دېش کې د محصلينو لاريون، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د دولتي دندو د ویشل په تړاو پيل شوى و، په تاوتريخوالي واوښت او بالاخره د شيخ حسينه له استعفا او له هېواده د وتلو لامل شو. په بنګله دېش کې د محصلینو په مظاهرو کې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

- 88
- کې خپور شو 3:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 9930
- 17 اسد 1403
- کې خپور شو 3:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 9930
- 17 اسد 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها