د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې نن یکشنبه د وږي ۱۷ مه اعلان وکړ چې په متحده عربي اماراتو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز پرانیستل شوی دی. د احصایې د ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرکز په ابوظبۍ کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړ شوی دی. په همدې حال کې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني د دغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ریاست د سږني کمپاین په لړ کې ویلي و چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په افغانستان کې درې میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته د زیږون برښنایي تذکرې وېشلي دي.

- 55
- کې خپور شو 1:38 ب.ظ
- د خبر شمیره 9359
- 17 سرطان 1403
- کې خپور شو 1:38 ب.ظ
- د خبر شمیره 9359
- 17 سرطان 1403
- خبرونه
- تازه تازه 13:38 - 17 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9359
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها