د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ چې سږ کال څه باندې دوه میلیونه هکتاره ځمکه د غنمو کښت ته ځانګړې شوې ده. د دغه وزارت له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وړاندوینې له مخې به سږ کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه د غنمو تر کښت لاندې وي. طالبان تمه لري چې له دغو کروندو څخه به ۴.۹ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر دي. د غنمو په کښت کې دا زیاتوالی د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د کروندګرو هڅول دي چې د غنمو پر ځای یې وکرل شي.

- 43
- کې خپور شو 2:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 9073
- 24 جوزا 1403
- کې خپور شو 2:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 9073
- 24 جوزا 1403
- خبرونه
- تازه تازه 14:45 - 24 جوزا 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9073
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها