د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر سکرتر په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان له مرستيالې روزا اوتنبايوا سره په کتنه کې وويل چې دغه سازمان په افغانستان کې نشه يي توکي يو جدي ګواښ وګڼي. په دې کتنه کې مومني زياته کړه چې له افغانستان څخه د ايران ختيځو پولو ته د نشه يي توکو د قاچاق موضوع له “ناامنۍ، ترهګرۍ او وسله والو کړنو” سره تړلې ده. هغه ټینګار وکړ تهران د هر هغه اقدام ملاتړ او هرکلی کوی چې د دغه هیواد په ګاونډ کښې د نشه ایزو موادو د تولید، ودې او قاچاق د کمیدو سبب کیږی. هغه وويل: “حقيقت دا دى چې تر دې مهاله له افغانستان څخه د نشه يي توکو په توليد، ودې او قاچاق کې د پام وړ کمښت نه دى ليدل شوى.” خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي قوماندانۍ د مشر د څرګندونو په غبرګون کې وويل: د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي مبارزه دوه اړخيزو همکاريو ته اړتيا لري. مجاهد وويل، چې افغان حکومت هم له صنعتي نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې هڅې کوي او په دغه هېواد کې د صنعتي نشه يي توکو د توليد کومه فعاله فابريکه نشته. د طالبانو ویاند وویل: اوس مهال په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید کومه صنعتي فابریکه نشته چې فعاله وي. خو ډیلي ټیلیګراف د افغانستان څخه د یوه نوي راپور په خپرولو سره دا ادعا کوي چی د دغې ډلې د مشر له خوا د کوکنارو پر کر له بندیز څخه ځینې طالب چارواکي په پټه مالي ګټه پورته کوي. له بلې خوا په هېواد کې د نشه يي توکو د فارمونو د له منځه وړلو له امله تاوتریخوالی رامنځ ته شوی، چې له امله یې پراخې نارضایتي رامنځ ته شوې ده. هغه کروندګر چې له کلونو راهیسې د کوکنارو په کرلو سره ژوند کوي، د طالبانو د تګلارې په وړاندې مقاومت کوي چې د هېواد په ځینو برخو کې د جګړو او ناکراریو لامل شوی دی. په افغانستان کې د نشه یي توکو د ستونزې حل هراړخیز پلان ته اړتیا لري، چې باید په پوره دقت او هر اړخیزې ارزونې سره ترسره شي. له همدې امله په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نشه یي توکو د بحران حل د نړیوالو هوډ او ملي مشارکت ته اړتیا لري او په لنډمهاله اقداماتو سره دا ستونزه نه حل کیږي.

- 57
- کې خپور شو 6:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 8695
- 27 ثور 1403
- کې خپور شو 6:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 8695
- 27 ثور 1403
- خبرونه
- تازه تازه 18:46 - 27 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8695
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها