د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کاناډا د مهاجرت ادارې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتنه کې ۲۹۵ افغان اتباع دغه هیواد ته انتقال کړل. دا خلک په ټورنټو ښار کې ځای پر ځای شول. د کاناډا د تابعیت او کډوالۍ د یوې اعلامیې له مخې، دا پناه غوښتونکي به د کاناډا په 34 ځایونو په شمول د کالګري او ونکوور ځای پرځای شي. کاناډا اعلان کړی، چې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هدف یې پوره کړی دی. هېواد دا هم ویلي، چې د هغو کسانو د دوسیو د څېړلو بهیر دوام لري، چې تر دې دمه منل شوي دي.

- 48
- کې خپور شو 12:42 ق.ظ
- د خبر شمیره 7457
- 24 جدی 1402
- کې خپور شو 12:42 ق.ظ
- د خبر شمیره 7457
- 24 جدی 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



