حامد کرزي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ

حامد کرزي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې په کرمان ښار کې د تروریستي برید د غندلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ. حامد کرزي په دې کتنه کې په کرمان ښار کې د تروريستي پيښې د غندلو په ترڅ کې د ايران د اسلامي جمهوريت له خلکو او دولت سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل. تر دې وړاندې کاظمي قمي هم د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي وو.

بیشتر بخوانید:  د افغان حاجیانو لومړی کاروان سعودي عربستان ته روان شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x