د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې ساحلي ګارد د چاناققلعه سواحلو ته څېرمه په اوبو کې له یوې کښتۍ سره چې ۴۰ تنه افغان کډوال پکې سپاره وو، مخامخ شوه. دا کښتۍ اروپا ته په ناقانونه توګه روانه وه. د ترکیې ساحلي ګارد د پناه غوښتونکو کښتۍ ودروله او بندیان یې کړل. دغه کسان په چاناققلعه کې یوه موقتي توقیف ځای ته انتقال شول. په ترکيه کې د افغان پناه غوښتونکو نيول په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستيو مياشتو کې يو زيات شمېر افغانان له ايران، ترکيې او پاکستان څخه شړل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

- 59
- کې خپور شو 11:55 ق.ظ
- د خبر شمیره 7411
- 21 جدی 1402
- کې خپور شو 11:55 ق.ظ
- د خبر شمیره 7411
- 21 جدی 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



