د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې د بدخشان ولایت ولړزاوه

د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې د بدخشان ولایت ولړزاوه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هند د زلزله پېژندنې مرکز اعلان کړی، چې نن (پنجشنبه، د عقرب ۴مه) د ریښتر په کچه د ۴،۳ درجې زلزلې د بدخشان ولایت او د افغانستان نورې سیمې ولړزولې. د هند د زلزلې مرکز اعلان کړی، چې دغه زلزله شپې په یوه بجه شوې ده. ددغې زلزلې مرکز دبدخشان ولايت مرکز فيض آباد ښار دى او دځمکې په ١٥٠ کيلومترۍ کې ژوروالى لري. تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو او تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

بیشتر بخوانید:  طالبان: له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو ایستل بند کړئ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x