ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، وویل چې له ډیورنډ کرښې هېواد ته د ننوځو کسانو سره به د هغو کسانو په څېر چلند وشي چې له پاکستان څخه نورستان ته ننوتلي وو. هغه ادعا وکړه چې طالبان به په لسو کلونو کې د بنسټیزو پروژو په ترسره کولو سره د افغانستان مخ بدل کړي. مجاهد په پکتیا کې یوې غونډې ته وویل چې یوه ډله له پاکستان څخه نورستان ته ننوتلې وه او طالب ځواکونو هغوی په موټرو کې کېښودل او له ځانه سره یې یووړل، خو څرګنده یې نه کړه چې دا کسان څوک وو او چېرته یووړل شول.
د سږ کال د میزان په څلورمه، طالب ځواکونه او د افغانستان د آزادۍ جبهه د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې نښتې. د طالبانو رسنیو ادعا وکړه چې د وسلهوالو مخالفو ډلو ۱۵ غړي تسلیم شوي او ۵۰ نور د تسلیمېدو لپاره چمتو دي. د آزادۍ جبهې دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې ځواکونو یې له طالبانو سره نښته کړې او هغوی ته یې تلفات اړولي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت له نښتې وروسته ادعا وکړه چې د آزادۍ جبهې پورې تړلي وسلهوال کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ننوتلي وو؛ په دې نښته کې ۲۸ مخالفین ووژل شول او ۳۲ نور ونیول شول او یو شمېر یې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته وتښتېدل.




