د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ له فرانسې سره د طالبانو ترمنځ د کډوالو د ایستلو په اړه له خبرو اترو وروسته، راپورونه ښیي چې طالبان څو ډیپلوماتان پاریس ته لېږي ترڅو د افغانستان سفارت کنټرول په لاس کې واخلي.
فرانسه اراده لري چې د طالبانو حکومت د ۲ تر ۴ ډیپلوماتانو په منلو سره، د دغه حکومت استازو ته په پاریس کې د افغانستان په سفارت کې د فعالیت زمینه برابره کړي.
دا اقدام د طالبانو حکومت د اروپايي هېوادونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پراخېدو په دوام کې ترسره کېږي. مخکې له دې هم آلمان طالبانو ته د افغانستان په سفارتونو کې چې په برلین او بن ښارونو کې دي، د فعالیت زمینه برابره کړې وه.
همدارنګه د جون میاشتې په ناسته کې چې په بروکسل کې وه، د طالبانو حکومت استازو له ۱۵ څخه ډېرو اروپايي هېوادونو چارواکو سره د اړیکو د پراخېدو او دوهاړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې کړې وې.




