په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر د سې شنبې په ماښام (د دلو ۱۶مه) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره وکتل او د افغانستان د روانو پرمختګونو او سیمه ییزو مسلو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل. ظاهر اغبر د خپلې فیسبوک پاڼې په یوه پیغام کې د غونډې اعلان وکړ او ویې ویل: په دې خبرو اترو کې د سیاست، اقتصاد، امنیت او سیمه ییزو ننګونو په ګډون په مختلفو موضوعاتو بحث وشو. خو د دې مشورې د پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. تر دې مخکې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محرم الدین او توماس نیکولسن ترمنځ د لیدنې اعلان کړی و.

- 58
- کې خپور شو 3:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 119600
- 17 دلو 1403
- کې خپور شو 3:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 119600
- 17 دلو 1403
- خبرونه
- تازه تازه 16:18 - 17 دلو 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=119600
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
15 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405