د واخان سړک پروژه د امنیتي ګواښونو له امله ودرول شوه

توقف پروژه جاده واخان به دلیل تهدیدات امنیتی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې د سپوږمکۍ انځورونو په حواله تایید کړه چې په بدخشان کې د واخان سړک د جوړولو کار، چې ټاکل شوې وه افغانستان له چین سره ونښلوي، له اوو میاشتو راهیسې ودرول شوی دی. د پروژې د سپوږمکۍ انځورونه، چې د مکسار په نوم د یوې سوداګریزې شرکت لخوا ثبت شوي، د هغه سړک په اړه هیڅ پرمختګ نه ښیې چې طالبان یې د جوړولو ادعا کوي. چین تر اوسه په افغانستان کې کومه لویه زیربنایي پروژه نه ده پیل کړې. امنیتي اندیښنو د دې پلان د پرمختګ مخه نیولې ده. طالبانو په وار وار اعلان کړی و چې د واخان سړک د جوړولو کار روان دی او پرمختګ کوي. خو د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې دا ادعاوې له واقعیت سره سمون نه خوري.

بیشتر بخوانید:  عطا محمد نور: د طالبانو ظالمانه سیاستونه په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت لامل شوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه