د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن پنجشنبه د سنبلې میاشتې په ۱۵مه په افغانستان کې د بې وزلۍ د دوام په اړه خبرداری ورکړ او اعلان یې وکړ چې اقتصادي بې وزلۍ له هرو دوو افغانانو څخه یو یې خپور کړی او اغیزمن کوي. دغه سازمان دا هم ویلي چې ۸۰ سلنه افغان کورنۍ هره ورځ د کورنۍ له هر غړي څخه تر یو ډالر کم عاید لري. د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر زیاته کړې، چې له پراخې اقتصادي بې وزلۍ څخه د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده. اوچا دا هم یادونه وکړه چې د اتو میاشتو وروسته، د افغانستان لپاره د سږ کال د بشري غبرګون پروګرام یوازې 25٪ تمویل شوی. دغه سازمان همداراز اعلان وکړ چې سږ کال له افغانستان سره د مرستو لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. اوچا ویلي چې تر اوسه یې د اړتیا وړ ۷۳۵ میلیونه ډالره مرستې ترلاسه کړي دي.

- 52
- کې خپور شو 6:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 10271
- 15 سنبله 1403
- کې خپور شو 6:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 10271
- 15 سنبله 1403
- خبرونه
- تازه تازه 18:28 - 15 سنبله 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10271
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د کربلايي له حماسې څخه د ننني بشریت تر ازموینې پوري
53 minutes پیش

د هرمز تنګي کنټرول به د تل لپاره د ایران په واک کې پاتې سي
55 minutes پیش


0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها