د معمار پرس د خبر له مخې؛ د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د سفارت د شارژدافیر په توګه د محمد الرحمن رحماني د باورلیک د منلو اعلان وکړ. د قزاقستان دبهرنيو چارو مرستيال وزير دغه غونډه ددواړو هيوادونو ترمنځ دتجارتي اړيکو دپراختيا لپاره مهمه وبلله. دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې قزاقستان د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه لرې کړ. همدارنګه پرون د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هېواد کې د طالبانو د سفیر د منلو اعلان وکړ. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هېواد په رسمي توګه بدرالدین حقاني په دغه هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه منلی دی. تر دې مخکې ازبکستان په دغه هېواد کې د طالبانو د سفیر د منلو احتمال اعلان کړی و.

- 46
- کې خپور شو 1:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 10210
- 1 سنبله 1403
- کې خپور شو 1:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 10210
- 1 سنبله 1403
- خبرونه
- تازه تازه 13:42 - 1 سنبله 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10210
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها