سیاسي کارپوهان: طالبان دې د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې او زده‌کړو لپاره بېړني اقدامات وکړي

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له چټکېدو او په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه د ملګرو ملتونو د اندېښنو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د کډوالو چارو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت د سمون لپاره جدي اقدامات وکړي.
درخواست یونیسف از جامعه جهانی برای حمایت از کودکان آسیب‌پذیر افغان

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له چټکېدو او په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه د ملګرو ملتونو د اندېښنو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د کډوالو چارو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت د سمون لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ، محمد خان طالبي له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، طالبان باید د راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنځای، سرپناه او د زده‌کړو د اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلان جوړونه او عملي ګامونه پورته کړي، څو په هېواد کې د بشري او ښوونیزو کړکېچونو له لا زیاتېدو مخنیوی وسي.

هغه په کوربه هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان کې، د افغان کډوالو ستونزمن وضعیت ته په اشارې وویل چې د کډوالو ستنېدل باید د کوربه هېوادونو او طالبانو ترمنځ په همغږۍ ترسره سي، ترڅو کډوال افغانستان ته له ستنېدو وروسته له نامعلوم برخلیک او د ژوند له ستونزو سره مخ نه سي.

دغه د کډوالو چارو کارپوه ټینګار وکړ چې د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدو او په ټولنه کې د ادغام لپاره د روښانو پروګرامونو نشتوالی کولای سي د افغانستان اقتصادي، ټولنیزې او ښوونیزې ستونزې لا زیاتې کړي.

په وروستیو اوونیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک سوی دی؛ هغه موضوع چې افغانستان ته د راستنېدونکو د منلو وړتیا او په هېواد کې د بشري وضعیت په اړه یې د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x