د محمود اچکزي د څرګندونو په وړاندي د غبرګونونو له زیاتېدو سره هممهاله، یو شمېر پخواني سیاستوال او رسنیز فعالان په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي. ځینې یې په دې باور دي چې طالبان د جهاد او دین له نوم څخه په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې یو توکمیز حکومت رامنځته کړی دی، څو وکولای سي خپلو موخو او هیلو ته ورسېږي، چې په هغو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د مېشتو پښتني قبایلو د یوځای کولو موضوع هم شامله ده.
ثمیر انگار، یو سیاسي شنونکی او د طالبانو له پلویانو څخه، د معمار خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې هاخوا مېشت قبایل د پښتون قوم وروڼه دي او د دغو قومونو ته د افغانستان تابعیت ورکول کولای سي د پښتون قوم د هیلو د پوره کېدو زمینه برابره کړي.
هغه د عبدالرحمن خان له خوا د ډیورنډ د هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال د رضایت له یادونې پرته ادعا کړې چې انګریزانو د زور له لارې پښتانه له یو بل څخه جلا کړي دي او طالبان باید د دې وضعیت د اصلاح لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له افغانستان څخه د ناامنۍ، بېوزلۍ، د ښځو د عدالت او زدهکړې ته د محدود لاسرسي، او همدارنګه د طالبانو له خوا د غیرپښتنو قومونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په اړه اندېښمنوونکي راپورونه خپاره سوي دي.
د شنونکو په باور، دې وضعیت افغانستان بېساري انزوا ته وړي او نړیوالو بنسټونو هم څو ځله د طالبانو د سیاستونو د پایلو په اړه د دې هېواد د راتلونکي لپاره خبرداری ورکړی دی.




