په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال ته د نږدې کېدو سره، د انجونو پر زدهکړو بندیز لا هم دوام لري او دې ډلې تر اوسه د ښځو د زدهکړې په اړه د خپلې تګلارې د بدلون هېڅ نښه نه ده څرګنده کړی. دغه وضعیت د کورني او نړیوالو پراخو غبرګونونو سره مل سوی او د افغانستان او انجونو د راتلونکي په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
عزیز معارج، سیاسي شنونکی، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو د اسلامي شریعت له سمې پوهې پرته او د قبایلي باورونو او عقایدو پر بنسټ، انجونې یې په افغانستان کې د زدهکړې له حق څخه محرومې کړې دي.
هغه ویلي چې د دې تګلارې دوام نه یوازې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی، بلکې د هېواد راتلونکی هم له جدي بحران سره مخ کوي. د هغه په وینا، د انجونو له زدهکړې محرومول به د افغانستان ټولنیز او اقتصادي شاتګ رامنځته کړي.
معارج همدارنګه ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوالو بنسټونو تر فشار لاندې راوستل سي تر څو د انجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه خپله پریکړه بیا وڅېړي. هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او انجونو د اساسي حقونو د نقض پر وړاندې چوپ پاتې نه سي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته پر ښځو او انجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي چې له مهمو یې د شپږم ټولګي پورته د انجونو د زدهکړې بندیز او د ښځو پر مخ د پوهنتونونو تړل دي؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو د سازمانونو او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له سختو نیوکو سره مخ سوی دی.
د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، دې ډلې په تدریجي ډول پر ښځو سخت محدودیتونه ولګول. د انجونو د زدهکړې بندیز، په ډېرو ادارو کې د ښځو د کار منع، او د هغوی د ټولنیز حضور محدودول د طالبانو د تګلارو برخه بلل کېږي. له نږدې پنځو کلونو تېرېدو سره، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد ګڼل کېږي چې انجونې پکښې له ثانوي او لوړو زدهکړو بېبرخې دي.




