د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په داسې حال کې چې د وسلوالو غلاوو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي، اختر محمد راسخ، یو سیاسي شنونکی، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې دا وضعیت په هېواد کې د فقر د پراخېدو او د کاري فرصتونو د نشتوالي مستقیمه پایله ده.
هغه وایي د کاري زمینو نشتوالی او په ټولنه کې د فقر زیاتوالی سبب سوی چې ځینې کسان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خلکو د مالونو غلا کولو ته مخه کړي.
د هغه په وینا، په داسې شرایطو کې چې یو حساب ورکوونکی حکومت موجود نه وي او سیمهییزې ادارې د رشوت په بدل کې مجرمینو ته صلاحیت یا معافیت ورکوي، طبیعي ده چې د خلکو د مالونو او شتمنیو امنیت له ګواښ سره مخ سي.
دغه سیاسي شنونکی همدارنګه ادعا کوي چې د افغانستان اوسني سیاسي وضعیتونه کولای سي په هېواد کې د ناامنۍ د زیاتېدو او د نیابتي جګړو د بیا رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې اقتصادي او امنیتي وضعیت ته نه پاملرنه کولای سي د نیابتي ډلو د فعالیت او هدفي وژنو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
ښاغلی راسخ په دوام کې ادعا کوي چې دا وضعیت کولای سي په افغانستان کې د سیمهییزو هېوادونو د نفوذ او له شرایطو د ګټې اخیستنې زمینه نوره هم پیاوړې کړي، څو هغوی خپل اهداف پکښې تعقیب کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې اقتصادي او امنیتي وضعیت لا هم د خلکو او سیاسي څارونکو له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي.




