پاکستان په افغانستان کې غیرنظامیان په نښه کوي او بیا یې ردوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، په افغانستان کې د غیرنظامیانو د په نښه کېدو په اړه نوې ادعاوې مطرح سوې دي.
پاکستان په افغانستان کې غیرنظامیان په نښه کوي او بیا یې ردوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، په افغانستان کې د غیرنظامیانو د په نښه کېدو په اړه نوې ادعاوې مطرح سوې دي. طالبان ادعا کوي چې د پاکستان وروستیو بریدونو د غیرنظامیانو مرګ‌ژوبله رامنځته کړې ده؛ هغه موضوع چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي په راپور کې هم په ځینو برخو کې د غیرنظامیانو د تلفاتو یادونه سوې ده.

بل‌خوا، اسلام‌اباد څو ځله دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د پاکستان پوځ یوازې د طالبانو نظامي مرکزونه او مورچلونه په نښه کوي، نه غیرنظامي سیمې.

په داسي حال کې ، اسدالله ندیم، د نظامي چارو شنونکي له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان پوځ په ګڼو مواردو کې غیرنظامیان په نښه کړي، خو وروسته یې دا موضوع رد کړې ده. هغه ادعا کوي چې موجود شواهد ښايي، د افغانستان په ځینو برخو کې په ترسره سویو بریدونو کې غیرنظامیانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه شنونکي همداراز ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید ژمنه وکړي چې په راتلونکې کې به د افغانستان په خاوره کې د غیرنظامیانو له په نښه کولو ډډه کوي او د نړیوالو قوانینو اصولو ته به درناوی کوي.

په داسې حال کې چې دواړه لوري د واقعیت په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې کوي، دا موضوع لا هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په ترینګلو اړیکو کې له حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x