طالبان، په سیمه کې د سختدریځه حکومتونو د رامنځته کېدو احتمالي ګواښ

په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پناه‌ځای د جوړېدو له امله اندېښنه لري، طالبانو بیاځلي دغه ادعاوې رد کړې دي.

په ورته وخت کې ، د خپرو سویو انځورونو او اسنادو له مخې، طالبان له ترهګرو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري.

حمیدالله مفید، د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې طالبان هېڅکله له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه پرې کوي.

د هغه په وینا، طالبان د سیمې د هر هېواد لپاره یوه سختدریځه ډله روزي او له دې ډلو څخه ځینې، لکه د پاکستاني طالبانو تحریک، په ښکاره ډول په افغانستان کې فعالیت کوي.

دغه سیاسي کارپوه باور لري چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو د پراختیا هدف په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو په څېر د حکومتونو رامنځته کول دي.

هغه دا بهیر د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ بللی دی.

ښاغلي مفید همدارنګه ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د ګډو میکانیزمونو او کنوانسیونونو له لارې د دې ګواښ پر وړاندې همکاري وکړي او په دې برخه کې ګډې څېړنې ترسره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x