هممهاله له هغې چې طالبانو خپله نوې اصولنامه خپره کړې، چې پکښې په ځینو مواردو کې د بلوغ څخه مخکې د ماشوم نکاح سمه بلل سوې، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان دا اقدام د انساني اصولو خلاف او د ښځو او انجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو د دوام نښه بولي.
یاسمین غیاثي، د افغانستان د ښځو د آزادۍ او فکر بنسټ مسؤله، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې وایي چې طالبانو په دې پرېکړې سره «یو ځل بیا ثابته کړه چې نه له عدالت سره اړیکه لري او نه هم له انساني کرامت سره.»
هغې د شریعت تر نوم لاندې د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکول، په افغانستان کې د زدهکړو څخه د محرومو انجونو پر وړاندې د ماشوم ځورونې او ظلم ته مشروعیت ورکول بللي دي.
غیاثي زیاتوي چې دا ډول لیدلوری د دیني ښوونو ریښه نه لري، بلکې د طالبانو له قومي او افراطي افکارو څخه سرچینه اخلي.
د هغې په وینا، طالبان د دې پر ځای چې ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي او ښوونځي جوړ کړي، ټولنه د کوچنیو انجونو ودونو ته هڅوي او پر ماشومانو د محدودیتونو او ظلم د پلي کولو لپاره قوانین جوړوي.
دې د ښځو د حقونو فعالې همداراز د افغانستان له وګړو وغوښتل چې د دې سپکاوي او د انساني کرامت د نقض پر وړاندې چوپ پاتې نه سي.
هغې ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د آزادۍ، زدهکړو او باعزته ژوند وړ دي، نه د یوې نالیدلې رهبرۍ له لوري د سپکاوي.
دا غبرګونونه داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې د خپلې عدلیې وزارت له لوري په خپره سوې اصولنامه کې، په ځینو شرایطو کې د ماشومانو نکاح معتبره بللې ده؛ هغه موضوع چې د بشري حقونو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو پراخې نیوکې یې راپارولي دي.




