د بشري حقونو د انزوا او سیمه‌ییز تعامل ترمنځ کړکېچ؛ نړیوالو غونډو ته د طالبانو د بلنې په اړه بحثونه دوام لري

سره له دې چې په افغانستان کي د انجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او د ښځو د کار له حق څخه محرومیتونه دوام لري، د بروکسل په ګډون نړیوالو غونډو ته د طالبانو د بلنې او همدارنګه په سیمه‌ییزو غونډو کي د دې ډلې د ګډون راپورونو د مدني فعالانو او سیاسي څارونکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په داسې حال کي چي د افغانستان په ډېرو برخو کي د انجونو پر مخ ښوونځي له څلورو کلونو راهيسي تړلي پاتې دي، دغه ډيپلوماتيک تعاملات د ځينو نړيوالو بنسټونو له خوا يو ځل بيا د طالبانو په اړه د نړيوالې ټولنې د چلند بحثونه راپورته کړي دي.

په همدې تړاو، ميا ګل وثيق، يو سياسي شنونکی، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کي وايي چي د سيمې هېوادونه د ترهګريزو ګواښونو او له افغانستانه د احتمالي امنيتي اغېزو د اندېښنو له امله اړ سوي چي له طالبانو سره د زغم سياست غوره کړي.

د هغه په وينا، روسيه په دې لړ کي يوازينی هېواد دی چي زياتره د متحده ايالاتو سره د سيالۍ له امله د طالبانو د نسبي مشروعيت ورکولو په لور حرکت کړی، که څه هم لا هم د دې ډلې کړنې له نږدې څاري.

دغه سياسي شنونکی زياتوي چي د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې او د افغانستان له خاورې څخه د حکومت ضد ډلو د فعاليت يا روزنې ادعاوې سبب سوي چي د سيمې ډېری هېوادونه د بې‌ثباتۍ د مخنيوي لپاره له طالبانو سره د احتیاطي تعامل او پټ جوړجاړی لاره غوره کړي.

په مجموع کي، دغه تحولات ښايي چي سره له دې چي په افغانستان کي د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې دوام لري، د سيمې او نړۍ چلند له طالبانو سره لا هم د سياسي فشار، امنيتي اندېښنو او عملي تعامل تر منځ په بدلون کې دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x