د اسوه مرکز مسوول: د اسلامي انقلاب رهبر د نړۍ د خلکو او ازادو انسانانو په منځ کي يو محبوب شخصيت بلل کيږي

د اسوه مرکز مسوول د «صالح بعد صالح» نړيوال سيمينار په ترڅ کي ټينګار وکړ چي نن ورځ د اسلامي انقلاب رهبر د نړۍ د خلکو او ازادو انسانانو په منځ کي يو محبوب شخصيت بلل کيږي او ازاد ملتونه د ايران د اسلامي جمهوريت ترڅنګ ولاړ دي او خپل ملاتړ او بيعت يې اعلان کړی دی.
د اسوه مرکز مسوول: د اسلامي انقلاب رهبر د نړۍ د خلکو او ازادو انسانانو په منځ کي يو محبوب شخصيت بلل کيږي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ حجت‌الاسلام حسيني، د اسوه مرکز مسوول او د «صالح بعد صالح» نړيوال سيمينار له تنظيموونکو څخه، په دې مراسمو کي د دې سيمينار د جوړېدو د موخې په اړه وويل: دا پروګرام د اسلامي انقلاب د رهبرانو د علمي، فکري او عملي مقام د روښانه کولو په موخه جوړ سوی دی او په ايران کي د مېشتو غيرايراني رسنيو او ادارو په کوربتوب تر سره سوی دی، څو د مقاومت د جبهې او د نړۍ د ازادو انسانانو اړيکي د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره لا پياوړي سي.

هغه وويل: «له لوی خدای څخه شکر کوو چي دا لړۍ له امام خميني تر شهيد قائد پورې، صالح وروسته صالح او له صادق وروسته صادق دوام لري.» هغه زياته کړه چي هغه شخصيت چي نن د مسلمانانو د مشر او رهبر په توګه پېژندل کيږي، کلونه د دښمنو رسنيو له لوري د شخصيت د بدنامولو او بريدونو هدف ګرځېدلی وو، خو نن يې داسې مقام ته رسېدلی دی چي په ملتونو کي پراخه محبوبیت او منل سوې وړتيا لري.

د اسوه مرکز مسوول ټينګار وکړ چي نن ورځ د اسلامي انقلاب رهبر د نړۍ د خلکو او ازادو انسانانو په منځ کي يو محبوب شخصيت بلل کيږي او ازاد ملتونه د ايران د اسلامي جمهوريت ترڅنګ ولاړ دي او خپل ملاتړ او بيعت يې اعلان کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x