په داسې حال کې چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي راتلونکي په اړه بحثونه لا هم روان دي، د افغانستان د پخواني ځانګړو ځواکونو د قوماندان جنرال سمیع سادات وروستیو څرګندونو د پوځي او سیاسي کارپوهانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي . سادات په دې وروستیو کې ادعا کړې چې د افغانستان د څو ولایتونو بېرته نیول یوازې د یوې ټیلیفوني اړیکې له لارې ممکن دي؛ هغه څرګندونې چې د ځینو پخوانیو پوځي څېرو له نیوکو سره مخ سوې دي.
په وروستی غبرګون کې، د پوځي چارو شنونکي اختر محمد راسخ له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې یو شمېر د پخواني حکومت لوړپوړي قوماندانان د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط مسوول ګڼلي دي.
ښاغلی راسخ وایي چې د طالبانو واک ته د رسېدو زمینه یوازې د جګړې په ډګر کې نه وه برابره سوې، بلکې د هغه په باور غیر مسلکي جنرالانو هم د پخواني نظام په ړنګېدو کې مهم رول درلود. هغه ټینګار کړی چې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو لوړپوړو چارواکو، سره له دې چې د ناټو او نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ یې درلود، ونه سوای کولای جمهوري نظام وساتي او په پای کې یې هېواد طالبانو ته وسپاره.
دغه پوځي شنونکي همدارنګه جنرال سمیع سادات د پوځي امکاناتو په ناسمه استفاده تورن کړی او ویلي یې دي چې د هغه د مسؤلیت پر مهال د پخوانیو سرتېرو مهمات او خوراکي توکي پلورل کېدل. د راسخ په وینا، سادات سره له دې چې لوړ پوځي مقام یې درلود، د افغانستان د دفاع لپاره لازمې هڅې او ژمنتیا نه لرله او تر ډېره د شخصي ژوند، تفریح او له هېواده بهر د شخصي کاروبارونو په جوړولو بوخت وو.
هغه زیاته کړه چې د پخواني حکومت ډېری لوړپوړي نظامي څېرې اوس د افغانستان په وګړو کې سیاسي نفوذ او ځای نه لري او د هغه په باور هغوی به هېڅکله ونه سي کولای بیا د یو واکمن نظام په توګه افغانستان ته راستانه سي.




