د استاد مرتضی مطهري د شهادت د کلیزې او د شهید رهبر امام سید علي حسيني خامنهيي د یاد په مناسبت د «د اسلامي ژوند د طرز د فکري نظام د بیا لوستنې سمینار د ښځې او کورنۍ پر بنسټ د امت شهید امام او شهید مطهري په اندیشه کې» د ایران اسلامي جمهوریت د فرهنګي سلامشورو په هڅه په کابل کې د پوهنتون د استادانو، فرهنګي مېرمنو او ټولنیزو فعالانو په ګډون ترسره سوو.
د استاد مرتضی مطهري د شهادت د کليزې او د شهید رهبر امام سید علي حسيني خامنهيي د یاد په مناسبت، د «د اسلامي ژوند د طرز د فکري نظام د بیا لوستنې سمینار د ښځې او کورنۍ پر بنسټ د امت د شهید امام او شهید مطهري په اندیشه کې» د ایران اسلامي جمهوریت د فرهنګي سلامشورو په هڅه په کابل کې ، د پوهنتون د استادانو، فرهنګي مېرمنو او ټولنیزو فعالانو په ګډون ترسره سوو.
دا پروګرام د دې نمایندګۍ په «اندیشه» تالار کې ترسره سوو او موخه یې د اسلامي فکر له مخې د ښځې او کورنۍ د مقام روښانه کول او له لوېدیځو بېلګو سره یې د توپیرونو څېړل یاد سوي دي.
په دې سمینار کې ډاکټر سید روحالله حسینی، د ایران اسلامي جمهوریت فرهنګي سلاکار، په معاصرې نړۍ کې کورني ننګونو ته په اشارې سره وویل: د کورنۍ بنسټ په یوویشتمه پېړۍ کې له جدي ګواښونو سره مخ دی او لوېدیځ تمدن په وروستیو کلونو کې د کورنۍ په جوړښت کې زیانونه رامنځته کړي دي.
هغه د کورنۍ په پیاوړتیا کې د ښځې د مقام پر اهمیت په ټینګار سره وویل: ښځه او مور د کورنۍ په ټینګښت کښې مهم رول لري او د کورنۍ نړېدل د ټولنې د کمزورتیا لامل ګرځي.
ډاکټر حسيني همدارنګه په لوېدیځو ټولنو کې د ښځې پر وسایلي لید نیوکه وکړه او ویې ویل: په اسلامي فکر کې ښځه انساني کرامت او لوړ مقام لري. هغه په دې برخه کې د شهید استاد مطهري او د امت د شهید امام آیتالله خامنهيي نظریاتو ته اشاره وکړه او دغه دواړه یې د کورنۍ په برخه کې یی اړین د نظر خاوندان وبلل.
د هغه په وینا، کورنۍ په اسلام کې «د انسان د روزنې لومړنی ښوونځی» ده او د راتلونکي نسل په روزنه کې د ښځې رول ډېر ټاکونکی دی. هغه همدارنګه څرګنده کړه: په کورنۍ کې د ښځې او نارینه رولونه یو بل بشپړوي او د متقابل درناوي پر بنسټ رامنځته کېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت فرهنګي سلاکار په دوام کې د اسلامي ژوند طرز د داسې ارزښتونو پر بنسټ وباله لکه سادهژوند، معنویت او قناعت، او په مقابل کې یې لوېدیځ د ژوند طرز د فردپالنې او مصرفپالنې تر اغېز لاندې وباله.
هغه د فرهنګي یرغل او د رسنیو پر رول په اشارې سره زیاته کړه: نن ورځ له مهمو ننګونو څخه یوه د اسلامي ارزښتونو د بدلون هڅه ده، په ځانګړي ډول د مسلمانې ښځې د هویت په برخه کې.
د سمینار په بله برخه کې د حضرت فاطمه زهرا (س) او خدیجه کبری (س) څخه د مسلمانو ښځو د غوره بېلګو په توګه یادونه وسوه.
په پای کې ډاکټر حسيني د اسلامي معارفو د سمې زده کړې، له مجازي فضا په هدفمندی کارونې او د فکري څېرو د رول پر اهمیت په ټینګار سره وویل: په نننۍ نړۍ کې د معنویت لېوالتیا مخ په زیاتېدو ده او مسلمانې ښځې کولای سي د اسلامي اصیلو ارزښتونو په بیا راژوندي کولو کې مهم رول ولوبوي.
په دوام کې نورو ویناوالو هم په کورنۍ کې د ښځو د رول، مقام او روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا سمینار د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ سوو او د ښځې او کورنۍ په برخه کې د فرهنګي او ديني خبرو د پیاوړتیا لپاره د داسې پروګرامونو پر دوام ټینګار وسوو.




